د اسرائیل پوځ د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي
![د اسرائیل پوځ د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي](https://gdb.rferl.org/00A034E4-F79D-4420-9D6C-3074086ABAF5_w800_h450.jpg)
د اسرائیل پوځ وایي، ځواکونهیې د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د حماس فلسطیني ډلې ملېشې په غزې تړانګه کې پر اسرائیلو راکټي بریدونو ته دوام ورکوي.
د حماس تر واک لاندې غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت نن وویل چې پر دې سیمه کې د اسرائیل په دوو ورځنیو بریدونو کې تر ۷۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
روغتیایي چارواکو په اسرائیل کې هم د ۷ تنو وژل کېدل تأیید کړل.
د اسرائیل هوایي حملې وروسته له هغه پیل شوې چې حماس ډلې د بیتالمقدس په ګډون د اسرائیل پر څو سیمو توغندي وویشتل.