اورست غره کې دوه غر ختونکي مړه شوي
![اورست غره کې دوه غر ختونکي مړه شوي](https://gdb.rferl.org/6B9E5BE1-4058-4763-9D7B-8EC553889DC1_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
دوه غر ختونکي په اورست غره کې مړه شوي دي.
په نیپال کې د غر ختنې چارو تنظیموونکو نن وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده.
دوی د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې ۵۵ کلن امریکایي او ۴۰ کلن سویسي غر ختونکي د ستړیا له کبله مړه شوي دي.
هر کال په منځني ډول پنځه غر ختونکي په اورست غره کې چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده، مړه کېږي.