د نشه يي توکو ۴۱ قاچاقچیان په بند محکوم شول
د محکمو له خوا تر څلوېښتو ډېر قاچاق کوونکي په بند باندې محکوم شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استيناف محکمو د خپلو علني غونډو په نتيجه کې د نشه يي موادو ۴۱ قاچاق کوونکي چې د قاچاقو ۴۰ قضيې يې درلودې او د امنيتې ادارو له خوا نيول شوي وو، له دوو څخه نيولی بیا تر اتلس کاله پورې په بند باندې محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل، له دې محکوم شویو خلکو سره ۶۷ کيلو ګرامه هيرويين، ۴۲ کیلوګرامه مورفين، ۱۴۱ کیلوګرامه تارياک، نژدې شل کيلوګرامه ښیښه، ۱۹۶ کيلوګرامه چرس او اته سوه کيلوګرامه بنګ نيول شوي وو.