د کوچني اختر او اوربند ۲مه ورځ؛ د بریدونو راپورونه نه دي راغلي
نن جمعه په افغانستان کې د کمکي اختر او اوربند دوهمه ورځ ده. د افغانستان له هغو سیمو چې تر اختر مخکې په کې سختې جګړې روانې وې، د بریدونو راپورونه نه دي راغلي.
ازادي راډیو ته د هلمند له بولانه په یوه رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې سیمه ییز پولیس او وسله وال طالبان سره ډېر نږدې ولاړ دي او یو بل ته څه نه وايي.
د دې ویډیو د کره والي په اړه خپلواکو سرچینو څه نه دي ویلي، خو یو شمېر رسنیو هم خپره کړې ده.
بولان او د هلمند ځینې نورې سیمې تر اختر مخکې د سختو جګړو شاهدې وې.
له بولان سیمې په دې ویډیو کې پولیس پر طالبانو غږ کوي چې کار نه پرې لري او له هغې خوا هم ورته غږ پرې کېږي.