د یهودانو ګڼ وژنه؛ اوکراین کې یې په یاد کنیسه پرانیستل شوه
په اوکراین کې نن په دوهمه نړیواله جګړه کې د یهودانو د ګڼې وژنې د یوې لویې پېښې په یاد له لرګیو جوړه کنیسه پرانیستل شوه.
د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال Denys Shmyhal په بابین یار دره کې د دې یادګاري ودانۍ د پرانیستو پر مهال وویل دا سمبولیکه کنیسه د ټولو هغو کسانو یاد ته د درناوي لپاره ده چې په هغه سیمه کې وژل شوي دي.
دا یهودي عبادتځای چې د یوه پرانیستي کتاب په بڼه جوړ شوی په نقشونو او لیکلو دعاګانو ډیزاین شوی دی او دننه د لویدیځ اوکراین د لرغونو کنیسو په بڼه جوړ شوی دی.
د دې کنیسې د پرانیستو مراسم د اوکراینیانو د یاد له ورځې سره برابره ده.
دا ورځ د هغو اوکراینیانو په یاد نمانځل کېږي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې د یهودانو له ژغورنې سره مرسته کړې وه.
د ۱۹۴۱ کال په سپټمبر میاشت کې د پلازمېنې کیف په لمنو کې په بابین یار دره کې شااوخوا ۳۴ زره یهودان چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، ووژل شول.