د هلمند په نهر سراج کې یو ښوونځی سوځول شوی
![د هلمند په نهر سراج کې یو ښوونځی سوځول شوی](https://gdb.rferl.org/A5800807-F6B3-46D0-979A-48DDDCCB17DB_cx0_cy18_cw0_w800_h450.jpg)
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې یو مکتب سوځول شوی.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند زمان همدرد په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د نهر سراج ولسوالۍ د سمینار سیمې ښوونځی تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا وسوځول شو.
ښاغلی همدرد وايي چې وسله والو د ښوونځي ودانۍ او کتابونو ته اور اچولی. په هغو تصویرونو کې چې له دې بیان سره یوځای استول شوي ښکاري چې د درسي کتابونو ترڅنګ د قرآنکریم نسخې هم سوځېدلي.
د افغانستان په ناامنه سیمو، په تېره په جنوبي ولایتونو کې مخکې له دې هم ښوونځي سوځول شوي خو مسوولیت یې تر ډېره چا نه دی منلی.