Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

برېښنا شرکت: دوو اونیو کې د برېښنا ۱۳ پایې په ماینونو الوځول شوي

0
په وروستیو دوه اونیو کې د برېښنا د ۱۳ پایو له الوځولو وروسته اوس د افغانستان برېښنا شرکت له امنیتي ارګانونو او خلکو د برېښنا د پایو د ساتنې په تړاو همکاري غواړي.


د دغه شرکت ویاند سنګر نیازي د شنبې (د غويي ۲۵مه) په ورځ ازادي راډیوته وویل چې دغه پایې په وروستیو دوه اونیو کې د ماینونو په وسیله الوځول شوي دي.


ښاغلي نیازي زیاته کړه: "په وروستیو دوه اونیو کې د برېښنا ۱۳ پایې د افغانستان د دښمنانو له خوا الوځول شوي دي، باید وویل شي چې د الوځول شوېو پایو د هرې یوې په بېرته رغونې سل زره امریکایي ډالر لګښت راځي، موږ له امنیتي ځوانانو د همکارۍ غوښتنه کړې ده او له خلکو هم غواړو چې د برېښنایي پایو په ساتنه کې له موږ سره مرسته وکړي."


ښاغلي نیازي وویل، دغه پایې د کابل په ۱۷مه ناحیه، کلکان ولسوالۍ، د پروان په ځنګل باغ سیمه، ننګرهار، کاپیسا، بغلان او کندز ولایتونو کې په ماینونو الوځول شوي دي.




ده ونه ویل چې د دې پایو په الوځولو کې د چا لاس دی؟ خو په خبره یې، تر اوسه کومې چا یا ډلې برېښنا شرکت نه دی ګواښلی او نه یې ترې د پیسو غوښتنه کړې ده.


دا په داسې حال کې ده چې د دغه شرکت د مسوولانو په خبره، تېره شپه د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د برېښنا یوه پایه والوځول شوه چې له امله یې د مرکز کابل او ځينو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.


د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دوی تخنیکي ډله د پېښې سیمې ته رسېدلي او د پایې د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.


د کابل د شمال په ځانګړي ډول د پروان ولایت اوسېدونکي له دې وضعیته اندېښمن دي، خو د برېښنا پایو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ خبره کوي.


د پروان ولایت اوسېدونکی زریالی وايي: "موږ شاهدان یوو چې په دې وروستیو څو اونیو کې د برېښنا څو پایې والوځول شوې چې دا زموږ د اندېښنې وړ دي، امنیتي ارګانونو یې هم تراوسه عاملان نه دي پیدا کړي، موږ ډاډ ورکوو چې د دغو پایو د ساتنې په برخه کې له برېښنا شرکت سره همکار یوو."


بریالی بهادري بیا د دې ولایت یو بل اوسېدونکی دی وايي: "زما په نظر د برېښنا پایو الوځول سم کار نه دی، په دې سره د کابل، پروان او نورو ولایتونو خلک له برېښنا محرومېږي، په کار ده چې ټول خلک له برېښنا شرکت سره د برېښنایي پایو په ساتنه کې مرسته وکړي."


په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پایو د ویجاړوونکو د پېژندنې په تړاو د خپلو څېړنو د دوام خبر ورکوي.


د دغه وزارت مرستیال ویاند احمدضیاء ضیاء په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د برېښنا د الوځول شوېو پایو د عاملانو د پېژندنې څېړنې په شدت سره دوام لري، څو ویجاړوونکي پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي او زموږ په څېړنو کې یوه اندازه پرمختګ هم شوی دی."




که څه هم نوموړي په دې برخه کې د خپلو پرمختګونو په اړه جزئیات ورنه کړل، خو په دې وروستیو کې د پروان پولیسو په دغه ولایت کې د برېښنا پایو د الوځولو په تړاو د دوه تنو د نیولو خبر ورکوي.


بل خوا د افغان د جمهور ريیس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوپاڼه لیکلي چې د برېښنا پایو د ویجاړولو پېښې به وڅېړي.




نوموړي لیکلي چې د اقتصادي سبوتاژ په ځانګړي ډول د شمالي دهلېز مسئله مهمه ده او هېڅ جنایت به بې ځوابه پاتې نه شي.


د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان له ګاونډي هېواد ازبکستانه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا پېرلې چې یوازې ۳۰۰ میګاواټه یې کابل ته ځانګړې شوې ده.


افغانستان د برېښنا په برخه کې خپله ۷۰ سلنه اړتیا له ترکمستان، تاجیکستان، ازبیکستان او ایران څخه د وارداتي برېښنا او په سلو کې ۳۰ فیصده یې بيا د کورني تولید له درکه پوره کړې ده.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России