Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2021

خیبر پښتونخوا: خلک د سختدریځو بیا فعالېدو اندېښمن کړي

0
خیبر پښتونخوا: خلک د سختدریځو بیا فعالېدو اندېښمن کړي

په مالاکنډ کې ولسي استازي او د حقونو فعالان وایي په بونیر، کوز دیر، سوات او باجوړ کې وسله والو ډلو بیا خپلې هلې ځلې پیل کړي دي او د خپلې سخت دریځې ایجنډې د لاندې د خلکو نه چندې او د جګړې لپاره مرستې غواړي.

د کوز دیر وسیدونکی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال شاه خالد محمد د مې پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې په دې کې هغه ډلې هم دي چې د حکومت له خوا ورباندې بندیزونه لګول شوي دي.

"په ملاکنډ ، چکدره او خواوشا سیمو کې د جیش محمد هلې ځلې ډیرې دي او زما په خیال ددوی نه بغیر بله جهادي ډله دلته نه راځي. بیا د دیر په میدان سیمه کې حزب المجاهدین فعال دی. په تیمرګره کې د حافظ سعید لشکرطیبه په بیلا بیلو نومونو د کلیو بانډو په کچه کار کوي. په جماتونو کې خلکو ته ودریږي چې مونږ له د افغانستان د جهاد لپاره چنده راکړئ."

د خیبر پښتونخوا کوز دیر په کال ۱۹۹۲ او ۹۳ کې د صوفي محمد په مشرۍ د تحریک نفاذ شریعت محمدي د هلو ځلو مرکز پاتې شوی و او په کال ۲۰۰۷م کې پکې د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو پر ضد عملیات هم کړي وو.

له سیمې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر سېنېټر هدایت الله خان وايي، باید حکومت د سیمې د امنیت په خاطر د هر رقم غیرقانوني هلوځلو مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړه:

"د حکومت ټولې ادارې موجودې دي، استخباراتي ادارې فعالې دي نو باید چې د غیرقانونه ډلو د هلوځلو جایزه واخلي او پر ضد يي کارروايي وکړي، د دوي خلاف کار کول د ولس کار نه دی، بلکې دا د حکومت ذمه واري ده چې خپل واک پر ځای کړي."

دا په داسې حال کې ده چې له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د مې په ۶مه د پاکستان ولسمشر ته په یو خط کې لیکلي وو چې په سیمه کې د امنیت په خرابه وضع او دغلته د وسله والو ډلو په هلوځلو او بیا منظم کیدو دې د پارلیمان شریکه غونډه راوبلل شي.

د پاکستان د سېنېټ یو بل غړی او خیبر پښتونخوا کې د جمات اسلامي مشر مشتاق احمد خان وايي، د سیمې ولسونه له وړاندې ډیر ځپلي شوي دي او باید نوره داسې پالیسي پر مخ لاړه نشي چې د سیمې امنیت د خطر سره مخ کوي.

سېنېټرمشتاق احمد خان وړاندې وویل، په وزیرستان کې هدفي بریدونه کیږي او خلک د ماین په چاودنو کې مري او معذوره کیږي، بل خوا حکومت دغه ولسونه په قامي بهیر کې هم نه دي شامل کړی او ورله په خپلو وسیلو کې پوره برخه نه ورکوي نو خبره یوازی د امنیت او ناقانونه ډلو د هلو ځلو نه ده، بلکې دغلته د امنیت قایم ساتلو لپاره پرمختیايي پروژو ته هم ډیره اړتیا ده. د نوموړي په وینا ریاست باید نوره په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي.

په دغه اړه مو د مالاکنډ د کمېشنر ظهیرالسلام سره تماس ونیولو خو د هغه د نئر په راخېستو بریالي نشو او د حکومتي دریځ لپاره چې مو کله په ملاکنډ کې د واکمن تحریک انصاف د دوو صوبايي وزیرانو سره رابطه وکړه نو هغوی په دغه اړه د څه تبصرې کولو نه ډډه وکړه. له دې وړاندی په شمالي وزیرستان کې د پولیسو مشر مشال راډیو سره په خبرو کې منلې وه چې دغلته ځینو وسله والو یو ځل بیا خپلې هلې ځلې پیل کړي دي.

بل خوا د پاکستان پوځ وخت په وخت ادعا کړي ده چې په خیبر پښتونخوا کې يي د وسله والو شبکې له مینځه وړي دي او د پوره امنیت پر ځای کولو لپاره اوس هم په ځینو سیمو کې عملیات دوام لري. د پوځ پخوانی بریګیډیر او د دفاعي چارو پوهـ محمود شاه وايي، حکومت په جنګ ځپلو کې خپل واک په ځای کړی دی او وسله والې ډلې په منظمه توګه هلې ځلې نشي کولې.

نوموړي وویل، امنیتي ادارو او پوځ تراوسه داسې ډیر وسله وال نیولي هم دي او چې کله ورته خبر ترلاسه شي نو پر ضد يي کارروايي هم کوي. بریګیډیر محمود شاه وړاندې وویل، د وسله والو ډلو د بیا منظم کیدو خبرې تشه پروپیګېنډه ده او وسله وال نشي کولی چې بیا دغه سیمې په خپله ولقه کې واخلي.

د یادونې وړ ده چې په نږدې موده کې په قبایلي ضلعو کې د هدفي بریدونو پیښې هم ډیرې شوي دي. د سیمې نه د رارسیدليو راپورونو تر مخه روان کال په شمالي وزیرستان کې ۲۰ هدفي بریدونه ترسره شوي دي چې په کې قامي مشران او عادي وګړي په نښه شوي دي. ځايي ولس او چارواکي وايي پروسږکال دغلته ټول ۴۶ هدفي بریدونه ترسره شوي چې پرضد يې د ځايي ولس له پښتون ژغورنې غورځنګ سره یوځای پراخ احتجاجونه هم کړي دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая





Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Дима Билан

Билан заявил, что согласен стать отцом ребенка от Лолиты Милявской




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


WTA

Саснович победила на старте квалификации турнира WTA-500 в Берлине



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России