د افغانستان دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو د استخباراتو مسؤل ونیول شو
![د افغانستان دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو د استخباراتو مسؤل ونیول شو](https://gdb.rferl.org/bf4664a6-aed4-432e-b051-91f1c0aa2222_cx29_cy4_cw53_w800_h450.jpg)
د افغانستان دفاع وزارت د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مسؤل د نیولو خبر ورکوي.
دې وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویلي چې کمانډو ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل "محمد حسن" نن له یوه ټوپک او یوې تومانچې سره ونیو.
دفاع وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو له دې مخکې یې دې ولسوالۍ ته د طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره د کمانډو د نویو ځواکونو د استولو خبره کړې وه.
د پامیر۲۱۷ قول اردو هم له دې مخکې ویلي و چې طالبانو تر کوچني اختر مخکې پر دې ولسوالۍ بریدونو ته زور ورکړی و.