د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان غړو د غزې د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه
![د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان غړو د غزې د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه](https://gdb.rferl.org/99447AA3-DF98-4216-890F-97BFB1A1DA63_cx0_cy2_cw0_w800_h450.jpg)
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ۵۷ غړو د غزې د وضعیت په اړه نن انلاین بېړنۍ غونډه وکړه او د اسرائیل د پوځي حملو د پای ته رسولو غوښتنهیې وکړه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په غزه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره دې کار وکړي ترڅو ځپل شویو سیمو ته مرستې ورسول شي.
د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي چې له رامالله یې خبرې کولې، اسرائیل تورن کړ، هغهیې اپارټایډ دولت وباله چې د ده په وینا په غزه کې زموږ د خلکو په وړاندې جنایتونه او بېرحمۍ ترسره کوي.
المالکي د نړۍ له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له ټولو امکاناتو په استفادې دې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو اسرائیل د وروستي تاوتریخوالي مسؤل وباله.
هغه وویل، اسرائیل په ختیځ بیتالمقدس، لوېدیځه غاړه او غزه کې د وروستي کړکېچ د زیاتوالي مسؤل دی او هغه خبرداري تهیې هېڅ پام نهدی کړی چې تېره اوونۍ یې اسرائیل ته ورکړی و.
د فلسطیني چارواکو په وینا په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۴ تنو ته لوړ شوی. ۴۷ یې ماشومان ښودل شوي.
اسرائیل هم خپل لور ته د دوو ماشومانو په ګډون د ۱۰ کسانو وژنه تأیید کړې ده.