په افغانستان کې جګړو بيا زور اخیستی
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په اختر کې د درې ورځني اوربند په مهال د کمو حملو وروسته اوس جګړې بيا زیاتې شوې دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي طالبانو په ۱۸ ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي، خو دا وزارت د جګړې له کبله د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهوايي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د مې په ۱۶مه مشال رېډيو ته ويلي چې طالبانو د درې ورځني اوربند تر اعلان وروسته اوس يو ځل بيا حملې ډېرې کړې دي. د هغه په وينا طالبانو د اختر په ورځو کې هم د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ۲۱ ملکیان وژلي او له ۳۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.
طالبان دا نه مني. دې وسله والې ډلې ویاند، ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې ويلي چې افغان امنيتي ځواکونو د دوی پر وسله والو حملې کړې دي.
دفاع وزارت داسې مهال د طالبانو لهخوا د جګړې د بیا پیل خبره کوي چې د ۲۱۵ میوند قول اردو هم د هلمند په درې ولسوالیو کې د تعرضي او تصفیوي عملیاتو له پیل خبر ورکوي. ۲۱۵ میوند قول اردو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي "دا عملیات په لښکرګاه، ناوه او نهر سراج ولسوالیو کې پیل شوي دي".
د فرانس پرس اژانس د راپور له مخې د هلمند د مرکز لښګرګاه په لمنو کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې بیا پیل شوې دي.