د فاریاب والي له اوږدو لانجو وروسته بالاخره په کار پیل وکړ
د ښاغلي داوود له معرفي کېدو سره هممهاله د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش سلګونه پلویان چې د نوموړي له ټاکنې سرهیې مخالفت کاوه د اعتراض لپاره د مرکز میمنې لارو کوڅو ته راووتل.
یوې سیمهییزې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نهغواړي هویتیې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې محمد داوود د پراخو اعتراضونو له کبله د ولایت د مقام پر ځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه قرارګاه کې معرفي شو.
