اشرف غني د تخت استالف 'تاریخي هوټل' پرانیست
افغان ولسمشر اشرف غني د تخت استالف تاریخي هوټل چې نوی رغول شوی، پرانیست.
ولسمشر غني وویل، استالف ځانګړی اهمیت لري چې د ده په وینا له پخوا زمانو راهیسې د تفرېح او کاروبار یو مرکز و.
د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې دغهراز ویل شوي چې ولسمشر غني د دې ولسوالۍ د مشرانو هغه غوښتنه چې دا ولسوالۍ دې لومړۍ درجې ته لوړه شي، ومنله او د چارو ادارې عمومي ریاست تهیې لارښوونه وکړه چې د تاریخي مخینې په ساتلو سره د استالف بازار د بیا رغونې لپاره یوه درسته طرحه جوړه کړي.
د تخت استالف هوټل د پخواني پاچا امانالله په وخت کې جوړ شوی، خو په وروستیو درې لسیزو کې د خپلمنځي جګړو په ترڅ کې ویجاړ شوی و.