د المپیک نړیواله کمېټه: توکیو کې به د المپیک د دوبي لوبې مصؤنې وي
![د المپیک نړیواله کمېټه: توکیو کې به د المپیک د دوبي لوبې مصؤنې وي](https://gdb.rferl.org/6C5FE72A-FBD1-415A-9CE9-DA6C0B91D459_w800_h450.jpg)
د المپیک نړیوالې کمیټې جاپان ته ویلي چې په توکیو کې د المپیک دوبنۍ لوبې به د لوبغاړو او نورو لپاره مصؤنې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغو لوبو له ترسره کېدو سره مخالفت زیات دی او اندېښنې شته چې ښایي د کرونا ویروس پېښې ورسره زیاتې شي.
د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ ویلي چې د دغو لوبو ترپلېدو مخکې به د لوبو د ځایونو د شااوخوا اوسیدونکو په سلو کې اتیا یې د کرونا ضد واکسین شي یا به هم د دغه واکسین لپاره نومونه ثبت کړي.
ټاکل شوې چې د المپیک لوبې تېر کال ترسره شوی وای، خو د کرونا وبا د خپرېدو له امله د روان کال د جولای ۲۳مه ته ځنډول شوي دي.
دغه لوبې به د اګسټ تر اتمې پورې دوام وکړي.