د لوګر چارواکي: محمداغې ولسوالۍ کې ۱۰ طالبان وژل شوي
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، ددې ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، نن د چهارشنبې (د غويي ۲۹مه) ورځې غرمه مهال د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د ملي اردو له رسنیز دفتره ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا هوايي برید د زرغون ښار په (ده منکه) سیمه کې پر وسله والو طالبانو شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، په دې هوايي برید کې د عمري ډلې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې برید کې د وسله والو د وسلو یوه زېرمه او د هغوی یو د راټولېدلو ځای هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.