امریکا او ۴ اروپايي هېوادونه: د سوریې ولسمشرۍ انتخابات ازاد او منصفانه نهدي
امریکا او څلورو اروپايي هېوادونو وویل چې د سوریې د ولسمشرۍ انتخابات نه ازاد دي او نه منصفانه.
په سوریه کې له نن سهار څخه د ولسمشرۍ انتخابات پیل شول او باور کېږي چې بشار اسد به د څلورم ځل لپاره بیا بریالی اعلان شي.
د سوریې د اپوزېسیون ځواکونو ویلي چې دا انتخابات یوازې په سوریه کې د بشار اسد واک ته د مشروعیت ورکولو لپاره یوه ننداره ده. بشار اسد په ۲۰۰۰ م کال د خپل پلار حافظ اسد له مړینې وروسته په سوریه کې واکمن دی. د ده پلار ۴۰ کاله واک په لاس کې درلود.
د امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی اعلان کوي چې د سوریې د ولسمشرۍ انتخابات به نه ازاد وي او نه عادلانه.
دوی دا هم ویلي چې باید ازاد او منصفانه انتخابات د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره شي او ټولو سوریهوالو ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.