ننګرهار چارواکي: طالبانو ته د ۳ نیم زره مرمیو لېږدونکی ونیول شو
![ننګرهار چارواکي: طالبانو ته د ۳ نیم زره مرمیو لېږدونکی ونیول شو](https://gdb.rferl.org/a728e20e-740c-4ea6-a0e2-d4ecf5c81092_w800_h450.jpg)
د ننګرهار چارواکي وسله والو طالبانو ته د ۳ نیم زره مرمیو د لېږدونکي د نیول کېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته ویلي چې په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د دور بابا ولسوالۍ په ګړوکو سیمه کې د نعمان په نوم هغه تن ونیوه چې په فولډر موټر کې یې ۵ سوه فیره د پیکا او ۳ زره فیره د M4 مرمۍ د وسله والو طالبانو سرګروپ محمد ته لېږدولې.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، نعمان چې اصلاً د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په خپل جرم یې اعتراف کړی او دمګړۍ د څېړنو لاندې دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.