چارواکي: روان کال به د افغاني غالیو صادرات زیات شي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت په روان کال کې د غاليو د صادراتو د لا زیاتېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په امريکا، جرمني او عربي متحدو اماراتو کې د غاليو د پلورنې لپاره د دايمي بازارونو د جوړولو په حال کې دى چې د لنډ مهالو او اوږد مهالو نندارتونونو په جوړولو سره صنعت کاران کولاى شي په دغو بازارونو کې خپل توليدي محصولات وپلوري.
د دت په وینا چې د غاليو سوداګرو ته د هڅونې او ملاتړ په هدف د ۶ سلنه صادراتو پیسې وزارت ورکوي چې په دې سره، به په روان کال کې په هېواد کې د غاليو د صادراتو کچه لوړه شي.
نوموړي زیاته کړه، دغه وزارت د نړيوالو مرستندويو بنسټونو په ملاتړ په نږدې راتلونکې کې د غاليو د توليداتو او صادراتو د زياتوالي لپاره له ګټې پرته پورونه برابروي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همدارنګه ډاډ ورکوي چې د افغانستان په نوم او نښان د غاليو د توليد، اوبدلو، مینځلو او صادراتو لپاره ټول تخنيکي امکانات برابروي چې له دغې برخې څخه د زيات ملاتړ زمينه برابره شي.