د نورستان ښکلاګانو د زرګونه سیلانیانو پام ځان ته اړولی
د نورستان سیمهییز چارواکي وایي د شپږو زرو تر ۱۰ زرو سیلانیان سږ کال د تفرېح لپاره دې ولایت ته ورغلي دي.
نورستان په افغانستان کې د سمسورو ولایتونو له ډلې دی، دا ولایت تېر کال د حکومت له لوري د ملي پارک په نوم هم نومول شوی دی.