ایپاک ټایمز:که طالبان له پوځي قدرته په سیاسي بدل شي، دا به یو مثبت ګام وي
ایپاک ټایمز
ایپاک ټایمز Epoch Times ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په حال کې د بې ثباتۍ یو حالت حاکم شوی او د نړۍ قدرتونه دغلته د خپل نفوذ پیدا کولو په هڅه کې دي.
ایپاک ټایمز چې په نیویارک کې د یوې لویې نشراتي شبکې ایپاک میډیا ګروپ یوه څانګه ده، د کارپوهانو په حواله وايي، د افغانستان د سولې بهیر په دې پورې تړلی چې د نړۍ قدرتونه یې په اړه همکارۍ کوي که سیالۍ.
له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته نژدې څلور میاشتې پاتې دي، همدې څلورو میاشتو کې د نړۍ او سیمې قدرتونه په دې بحثونه کوي چې له افغانستان سره یې راتلونکې سیاسي اړیکې څه ډول وي؟
ورځپاڼې د منځني ختیځ د خپلواک تحلیلګر حمید ابراهیم په حواله لیکلي، د افغانستان ناورین سیمه ییزې ریښې لري او حل لاره یې هم باید سیمه کې ولټول شي.
دغه تحلیلګر ورځپاڼې ته ویلي، که پاکستان، ایران او قطر د طالبانو مالي او پوځي ملاتړ بند او یوه سیاسي جوړ جاړي ته هڅې وکړي، هغه صورت کې کولای شي پر طالبانو او افغان حکومت د سولې په هدف فشار راوړي.
مطلب کې وړاندې راغلي، کله چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، نارامۍ به نورې هم ډېرې شي.
د ایپاک ټایمز سپارښتنه دا ده چې که طالبان له یوه پوځي قدرته په سیاسي قدرت بدل شي، دا به یو مثبت ګام وي.
میلیټري ټایمز
له امریکا خپرېدونکې میلیټري ټایمز ورځپاڼې بیا پر دې اندېښنې یوه لیکنه خپره کړې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تجهیزات ممکن د طالبانو لاس ته ورشي.
ورځپاڼې په عراق کې ورته تجربې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، کله چې امریکایي ځواکونه له دغه هېواده ووتل، د دوی یو شمېر موټر او تجهیزات د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته په لاس ورغلل.
میلېټري ټایمز د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي، دوی یو شمېر پوځي وسایل افغان ځواکونو ته سپاري، خو دې چارواکو دا ډاډ نه دی ورکړی دا به د طالبانو لاس ته نه ورځي.
ورځپاڼې د ځینو امریکایي قانون جوړونکو اندېښنې هم را اخیستي چې ویلې یې دي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته ځینې مهمې مسالې ګونګې پاتې دي.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ژباړونکو بې برخلیکه پاتې کېدل او راتلونکې کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکایي ځواکونو مبارزه هغه څه دي چې د امریکا قانون جوړونکو ګونګ موضوعات بللي.