چارواکي: بامیان کې د شېدو زیاتېدو لپاره ۷۳۸ وزې مصنوعي القاح شوي
![چارواکي: بامیان کې د شېدو زیاتېدو لپاره ۷۳۸ وزې مصنوعي القاح شوي](https://gdb.rferl.org/C8F74CF3-63A6-4718-93B8-47603935A7B9_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په بامیانو ولایت کې د شېدو د تولید د زیاتېدو لپاره یې ۷۳۸ وزې مصنوعي القاح کړي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د وزو د القاح مصنوعي پلان یې د دغو ډول ژوېو د نسل د اصلاح او د شېدو د تولید د زیاتوالي لپاره د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې په مالي همکارۍ او د کورنیو د خوراکي خوندیتوب پروژې له لارې پیل کړی دی.
ښاغلي رستمي د دغه پلان د تطبیقولو اصلي هدف د کورنیو د خوراکونو خوندیتوب او د بامیانو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د خوارځواکۍ ستونزې ته رسېدنه بولي.
بامیان ولایت د هېواد یو له سمسورو او د مالدارۍ په ځانګړي توګه د وزو د ساتلو لپاره ښه او مساعده اوبه او هوا لري.
هغه شمېرې چې د بامیان ولایت د مالدارۍ امریت او د کرنې او ژوېو د روغتیا ادارې له لوري د وزو د مصنوعي القاح د پایلو په اړه راټولې شوي ښیي چې د القاح شوېو ۸۰ سلنه وزې حمل لري او له دې ډلې له ۷۶ سلنې زیاتو یې ولادت کړی دی.
د کرنې وزارت د ویاند په خبره، هغه سېرلي چې د دغو وزو د القاح په پایله کې زېږدلي، ۵۰ عشاریه ۶ سلنه یې مونث جنس دي چې وروسته له زېږون نه یې دوه سلنه مړې شوي دي.