غزني کې کانکور؛ چارواکي: ۹ زره ګډونوال یې درلود، د تېر پرتله ډېر کم وو
![غزني کې کانکور؛ چارواکي: ۹ زره ګډونوال یې درلود، د تېر پرتله ډېر کم وو](https://gdb.rferl.org/8ad61886-06e3-4eca-a983-f0e39d7f1346_w800_h450.jpeg)
په غزني کې د نورو کلونو پرتله سږکال د کانکور په ازموینه کې شااوخو ۹ زرو زده کوونکو ګډون کړی وو. دغه شمېر د پخوا پرتله ۶ زره کموالی ښيي، دغه لږوالی بېلابېل لاملونه لري.
د غزني د ښار اوسېدونکې ۱۷ کلنه زهره په سږني کانکور ازموینه کې ونډه اخېستې.
نوموړې په کانکور ازموینه کې ګډون کول د انسان د ژوند د یوه نوي پړاو پیل بولي: "نننۍ ورځ زما په ژوند کې یوه ځانګړې ورځ ده، په ۱۲ کلنو زده کړو کې چې ما کوم زحمتونه ګاللي وو، خو نن ټولو ته دا ښکاره کومه چې ایا ما زحمتونه ګاللي وو که نه؟ چې څه ډول درسونه مې ویلي وو."
دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د تېرو کلونو پرتله د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د ګډونوالو په شمېر کې لږوالی راغلی دی.
د پوهنتون استاد او په غزني کې د کانکور د ازموینې اخیستونکی غازي محمد تکل وايي، سختې جګړې، فقر، بې وزلۍ، له پوهنتونه له فراغت وروسته ځوانانو ته کار نه پیدا کېدل، د مجبوریو له امله نورو هېوادونو ته د زلمو تګ، پر ښوونځیو بریدونه، نامناسب نصاب او داسې نور هغه څه دي چې غزني کې یې د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د ګډونوالو په شمېر کې کموالی راوستی دی.
ښاغلي تکل ازادي راډیو ته وویل، دا چې د تېرو کلونو پرتله سږ باید دغه شمېر لوړ شوی وای، خو له بدغه مرغه کم دی.
د غزني پوهنتون رئیس پوهنمل محمود همت وايي، په تېرو کلونو کې په دغه ازموینه کې تر ۱۶ زره پورې ځوانانو او پیغلو ګډون کاوه، خو سږ دغه شمېره ۹ زره تنو ته راکمه شوې ده.
ښاغلی همت غزني علم دوسته ولایت یادوي او وايي، دا د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې د کانکور ازموینه کې یې په زیات شمېر نجونې او هلکان ګډون کوي.
د نوموړي په خبره سږنی کموالی یې د اندېښنې وړ دی: "غزني یو له هغه ولایتونو څخه دی چې ډېری وخت یې د فارغانو ګراف ډېر لوړ وي، کله نا کله تر ۱۶ زرو پورې رسیږي، که څه هم له نورو کلونو څخه سږ کال یې عمومي شمېر کم دی، خو بیا هم نورو ولایتونو ته زیات دی، تقریباً سږ کال ۹۰۵۰ کسانو په کې ګډون درلود او له نېکه مرغه چې په دې کې ۳۷۴۱ نجونو ګډون کړی وو."
غزني هغه ولایت دی چې له سختو جګړو سره- سره یې هرکال د کانکور په ازموینه کې په لوړه کچه زده کوونکي ګډون کوي او دغه شمېر یې تقریباً د هېواد تر۲۵ له زیاتو ولایتونو څخه اوړي، خو سږنی کموالی یې د اندېښنې وړ دی.