د ډوبی په ګرمۍ کې د افغان لوبغاړو تمرینونه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اندونیزیا د ملي لوبډلې له ماتولو وروسته اوس د خپلې بلې سیالۍ لپاره تیاري نیسي. افغانستان د شنبې ورځې په سیالۍ کې اندونیزیا ته ۳- ۲ ماتې ورکړه.
د افغانستان ملي لوبډله به نړیوال جام او آسیايي جام ته د تیاریو په لړۍ کې خپلې دوهمه او وروستۍ دوستانه لوبه د مې په ۲۹ له سنګاپور سره وکړي. په ډوبی کې د افغان لوبغاړو د تمرین جریان دلته وګورۍ او له خپلو دوستانو سره یې هم شریک کړئ