بدخشان کې د غيږ نیونې درې کلبونه پرانېستل شول
په بدخشان ولایت کې د غړو ښکلا، فېټنس، سمبو کورش او ازادې وړیا غيږ نیونې کلبونه پرانېستل شول.
د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د رسنيو برخې غړي مجيب قاري زاده نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه کلبونه د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د ملي سوداګر قدرت الله حکیمي په مالي مرسته جوړ شوي چې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.
د ښاغلي قاري زاده په وینا دا کلبونه چې تېره ورځ پرانېستل شوه، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د استفادې په راګرځولو کې ډېر ګټور تمامېدلای شي.