محب پاکستان ته: موږ سره د اړېکو پرېکولو پر ځای ترهګرو سره اړېکې پرې کړئ
د پاکستاني چارواکو له تُندو نیوکو وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له پاکستانه یو ځلي بیا وغوښتل چې د ترهګرو له ملاتړ او افغانستان کې له وینې تویولو لاس واخلي.
ښاغلي محب د شنبې په ورځ د امنیتي سکټور په کنفرانس کې وویل، پاکستان له افغانستان سره نېکې اړېکې نه پالي او غوښتنه یې دا ده چې پاکستان باید افغانستان سره د اړېکو پرې کولو پرځای له ترهګرو ډلو سره اړېکې پرې کړي.
محب زیاته کړه: "لومړی خو له پاکستان سره د اړیکو پرېکول او نه کول کوم اغېز نه لري، زموږ اړېکې له پاکستان سره اوس هم ښې نه دي او پخوا هم ښې نه وې، په همدې اساس زموږ توقع دا ده چې که پاکستان غواړي اړېکې ښې شي نو د هغو ترهګرو له ملاتړه دې لاس واخلي چې په پاکستان کې دي او خپلې اړېکې دې له هغوی سره پرې کړي او له تروریستانو سره د اړیکو جوړولو پر ځای دې راشي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره دې اړیکې جوړې کړي ."
ښاغلي محب دغه شان د کابل په برچي سیمه کې په سیدالشهدا ښوونځې برید، د لوګر وروستۍ خونړۍ پېښه او په لغمان، هلمند او کندهار کې د وروستیو حملو یادونه وکړه او ویې ویل، کومه یوه دا پېښه له پاکستان سره د ښو اړېکو څرګندونه کوي؟
تازه پاکستان د افغانستان چارواکو ته خبر ورکړی چې نور د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره رسمې اړیکې نه پالي .
د پاکستان د حکومت یو جګپوړی چارواکی چې د موضوع په اړه معلومات لري، امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د پاکستان حکومت د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار، حمدالله محب د څرګندونو په غبرګون کې افغانستان ته د "ژورې ناراضایۍ"پیغام رسولی دی.
پاکستاني چارواکو د دې کار دلیل د ښاغلي محب هغه "تُندې" څرګندونې بللي چې نوموړي څه موده وړاندې د ننګرهار په ولایت کې د هغه هېواد په اړه وې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د اختر په لومړۍ ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال پاکستان ته په خطاب کې ويلي و چې تاریخ یې جعلي او د ویاړ لپاره هېڅ هم نه لري.
حمدالله محب پاکستان تورن کړی و چې له طالبانو ملاتړ کوي، خو په خبره يې د ویاړ لپاره دومره څه نهلري چې خپلې سیمې او وسلې پرې ونوموي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار تر دې څرګندونو وروسته پاکستان په اسلاماباد کې افغان سفیر نجیبالله عليخېل هم احضار کړی و.
بل خوا د امنیتي سکټور په نننۍ غونډه کې د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا وویل چې په لغمان، لوګر، هلمند، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې وسله والو ته درانه زیانونه اوښتي او د القاعده شبکې مهم غړي هم نیول شوي دي.
نوموړي د لغمان امنیتي وضعیت په اړه وویل چې لا هم په دغه ولایت کې عملیات روان دي او مهترلام کې امنیتي ستونزه نه شته: "موږ هیله مند یو چې ژر تر ژره عملیات پای ته ورسیږي او خلک خپلو کورو ته ستانه شي، کومې اندېښنې چې د مهترلام په اړه موجودې وې، هغه له منځه تللي او دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي."
په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پر طالبانو غږ وکړ چې د جګړې پرځای د مذاکرې میز ته کښیني.
حمدالله محب د استانبول غونډې په اړه وویل چې افغان حکومت دې ناستې ته چمتو دی، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی په دوحه کې دی او په ټوله کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې او مذاکرې پلوي دی.