د چلسي فوټبال لوبډلې یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله
![د چلسي فوټبال لوبډلې یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله](https://gdb.rferl.org/b9e5b9ce-2b3c-440a-8fa2-b1223fb6f2c8_w800_h450.jpg)
د چلسي فوټبال لوبډلې له کلونو وروسته یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله.
د اروپا د اتلانو لیګ فاینل ته دوه انګلیسي ټیمونه وتلي وو.
د چلسي او منچسټر سیټي ترمنځ فاینل لوبه د پرتګال په پورټو ښار کې وشوه. په پایله کې یې د چلسي جرمن لوبغاړي کای هاوېرتز په ۴۲مه دقیقه کې ګول ترسره کړ او په همدې یوه ګولیې خپل ټیم بریا ته ورساوه.
دا نږدې ۱۰ کاله وروسته په اتلانو لیګ کې د چلسي اتلولي وه. دا انګلیسی ټیم په ۲۰۱۲ کال کې هم اتلولي ته رسېدلی و.