ویزیډن: راشد خان ولې په ۲۰۲۱م سيپياېل کې برخه نهاخلي؟
یورواېشیا
یورواېشیا د افغانستان د سولې د بهیر په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې لولو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه هم بد خبر دی او هم ښه.
ښهوالی یې دا یاد شوی چې امریکا له افغانستانه وځي او دا بهیر د پلان له مخې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی دی.
د دغو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې ۲۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
خو یورواېشیا په دې مقاله کې لیکلي چې بد خبر دا دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له خبر ۹۶ ساعته وروسته طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې پیل کړې او له ۳۴ ولایتونو څخهیې په ۲۶ کې زیان واړاوه.
خپرونه لیکي، طالبانو د بغلان ولایت برکه ولسوالي ونیوله او د مې میاشتې په څلورمه نېټه د بغلان د پولیسو قوماندانۍ دا ومنله چې تاکتیکي شاتګیې کړی دی او بېرته به د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره هڅې کوي. د خپرونې په لیکنه د برکې ولسوالۍ سقوط افغان حکومت ته لوی زیان دی.
لیسټر مرکیوري
د بریتانیا چاپ لیسټر مرکیوري (Leicester Mercury) ورځپاڼې د یوه افغان کډوال په اړه مقاله خپره کړې ده چې په ۱۲ کلنۍ کې یوازې انګلنډ ته رسېدلی وو او پولیسو ژغورلی وو.
دغه افغان کډوال سلمان نومېږي چې اوس ۲۵ کلن دی. مقاله لیکي، سلمان انګلنډ ته تر رسېدو مخکې شپږ میاشتې سفر کړی وو چې ډېری وختونه په پښو پر غرو او رغو تللی وو. حکومت دی یوې ځايي کورنۍ ته ورکړ چې د ورځپاڼې په وینا هغوی ورته د انګلیسي ژبې په ګډون زدهکړې ورکړې او دی اوس د معمارۍ په برخه کې لوړې زدهکړې کوي او په ۲۰۲۲م کال کې به له پوهنتون څخه فارغ شي.
د مقالې په وینا دی یو الهام بخښونکی کډوال دی چې نور ورڅخه د زیار ایستلو په خاطر زدهکړه کولای شي.
مقالې د سلمان له قوله لیکلي، "زه په انګلنډ کې د هغو ټولو خلکو په همکارۍ تر دې ځایه رسېدلی یم چې له ما سرهیې مرسته کړې ده".
ویزیډن
ویزیډن خپرونې د افغان کرکټ لوبغاړي راشد خان په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، "راشد خان ولې په ۲۰۲۱م سيپياېل (CPL) کې برخه نهاخلي؟"
په مقاله کې راغلي، څو میاشتې مخکې کله چې د کرکټ نړۍ د کرونا ویروس له کبله اغېزمنه شوه او په ګڼو ځایو کې ګرځبندیز وو، راشد خان پر خپله انسټاګرام پاڼه داسې معلومات شریک کړل چې ښيي ده تر ۱۰۰ پورې د 'کووېډ-۱۹' ټسټونه کړي.
د مقالې په وینا دا څرګندوي چې د راشد خان ورځې څومره بوختې وې او په «T20» لوبو کې یې د ګدون لپاره په دوامداره توګه سفرونه کول.
یوازې تېر کال راشد خان په سيپياېل کې ۱۰ لوبې وکړې او بیا متحده عربي اماراتو ته لاړ چېرته چې په انډین پریمیر لیګ کې د حیدراباد سنرایزر لپاره ولوبېد. په اډیلېډ کې يې په اډیلېډ سټرایکرز کې ګډون وکړ او په ایرلنډ کې د افغانستان لپاره ولوبېد.
له دې وروستهیې په پاکستان سوپر لیګ او بیا په زېمبابوې کې په سیریز کې برخه واخیسته.
د مقالې په وینا، راشد خان به د روان میلادي کال تر اګسټ میاشتې پورې بوخت وي، خو سیالۍ به په نیمايي کې پرېږدي ځکه ټاکل شوې ده د اګسټ په سر کې افغانستان د سريلانکا پر وړاندې ولوبېږي.