د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو کارکوونکو احتجاج کړی
![د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو کارکوونکو احتجاج کړی](https://gdb.rferl.org/67af89e0-f794-49be-8863-b542e0a3ea15_tv_w800_h450.jpg)
د خیبر پښتونخوا سرکاري پوهنتونونو استادانو او نورو کارکوونکو د مالي ستونزو هواري لپاره احتجاج وکړ. د مې پر ۲۷مه په پېښور پوهنتون کې د احتجاج پر وخت د پوهنتونونو کارکوونکو له حکومته وغوښتل چې په راتلونکي بجټ کې دې ورته د ۱۵۰ اربه روپیو بندوبست وکړي. حکومت لا د دوی د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د مې پر ۱۸مه د پوهنتونونو د کارکوونکو له اتحادیې وړاندیزونه غوښتي ول او ژمنه یې کړې وه چې له وفاقي حکومت سره به د پوهنتونونو د مالي ستونزو پر حلولو خبرې کوي. ویډیويي رپورټ.