په هند کې له کووېډ-۱۹ د مړو شویو شمېر تر درې لکه واوښت
![په هند کې له کووېډ-۱۹ د مړو شویو شمېر تر درې لکه واوښت](https://gdb.rferl.org/549d9657-7143-48b1-808c-1c76c08271a2_tv_w800_h450.jpg)
په هند کې د مې پر ۲۴مه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو شمېر له ۳۰۰،۰۰۰ لوړ شو. په هغه هېواد کې هره ورځ د کورونا وایرس څه باندې ۲۰۰،۰۰۰ تازه پېښې ثبتېږي. په عین وخت کې ډاکترانو پر ولس غږ کړی چې د ودانیو دننه دې له غونډېدو ډډه وکړي. تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.