د اقتصادي سقوط وېره؛ نیویارک ټایمز: له یو میلیون زیاتو افغانانو هېواد پرېښی
نیویارک ټایمز
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور دی چې سرلیک یې دی له یو میلیون زیات خلک د اقتصادي سقوط له وېرې له افغانستانه تښتېدلي دي.
په مطلب کې راغلي، په داسې حال کې چې د خلکو د عوایدو سرچینې په وچېدو دي او لوږه چې د خلکو ژوند ګواښي په زیاتېدو ده هره ورځ زرګونه افغانان د ایران او پاکستان خوا ته ځي.
ورځپاڼې د نجف اخلاقي په نوم د یوه ۲۶ کلن افغان خبرې را اخیستي چې د یوه قاچاقبر په مرسته ایران ته د تلو لپاره اوس مهال په زرنج ښار کې دی.
اخلاقي د نیویارک ټایمز خبریالې ته ویلي دي چې ده ته بله لاره نه ده پاتې او بېرته کور ته نه شي ستنېدلای.
نیویارک ټایمز زیاتوي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته چې طالبان واکمن شول افغانستان د اقتصادي کړکېچ کندې ته ولوېد او ورسره ملیونونه افغانان چې لا دمخه لاس او خوله وو، نور هم بې وزلي شول.
یو اس اې ټوډې
بلې ورځپاڼې یو اس اې ټوډې د امریکا د ولسمشر په نوم د کانګرس د غړو پر هغه لیک تبصره کړې چې له افغانستانه، له امریکايي ځواکونو سره د همکارو افغانانو د اېستلو په برخه کې د چټکو اقداماتو غوښتنه په کې شوې.
د کانګرس له اتیا زیاتو ډیموکراټ او جمهوری پالو غړو پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی چې د تخلیې پروسه چټکه کړي او له افغانستانه بهر د امریکا په پوځي اډو کې ډېره افغانانو ته د ویزو د ورکولو په برخه کې بېړه وکړي.
په لیک کې همداراز د بایډن له ادارې غوښتنه شوې چې له غیرحکومتي ټولنو سره نږدې کار وکړي څو د دې بهېر موثریت لا زیات کړي او دا خبره یقیني کړي چې د تخلیې په پروګرام کې شامل هغه کسان چې د ویزو غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي، د امریکا د مهاجرت د ادارې پروګرام ته راجع شي.
د متحدوایالاتونو د کانګرس غړي دا غوښتنه داسې مهال کوي چې افغانستان له یو بشري بحران سره لاس ګرېوان دی، اقتصاد یې له سقوط سره مخ دی، خلک له قطحۍ او د ژمي له سړو ځورېږي او ځینې یې له هېواده په وتلو دي.