بایډن: د داعش ډلې د مشر وژنې د ترهګرۍ لوی ګواښ له منځه یووړ
د شام د بشري حقونو د څار ډله وايي، په عملیاتو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي چې پکې د څلورو ماشومانو په ګډون اووه ولسي وګړي شامل دي. خو د پېنټاګان ویاند جان کېربي وویل د حملې پرمهال درې ولسي وګړي یعنې د القریشي ښځه او دوه ماشومان، وژل شوي دي.