د ګاز او نفتو دولتي شرکت: د خلکو تر دروازو ګاز په ارزانه بیه رسوو
د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت ویلي چې له دې وروسته به د کابل د اوسېدونکو د دروازو شاته مایع ګاز په ارزانه بیه ور رسوي.
د یاد شرکت د دغې پرېکړې خبر پرون ماښام د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړ.
کریمي ویلي، د کابل د ۲۲ ناحیو اوسېدونکي به د یوه ځانګړي مهال وېش له مخې له دولتي شرکت نه یوه کیلو ګاز په ۷۰ افغانیو اخلي.
دوی وایي چې دغه اقدام د سون توکو د لوړو بیو د راکمولو په هدف کوي.
افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د یو کیلو مایع ګازو بیه شااوخوا سلو افغانیو ته پورته شوې ده.