د جوبایډن له پریکړې سره سم اروپا ته د امریکایي پوځیانو د رسېدلو لړۍ پيل شوه
پولنډي رسنیو ویلي چې پرون شنبه د امریکا یوه ډله پوځیان دغه هېواد ته رسیدلي دي.
دا چاره داسې مهال ترسره کېږي چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د لسګونه زره پوځیانو ځای پر ځای کېدو لوېدیځ قدرتونه اندېښمن کړي او داسې وېره لري چې ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي.
امریکایي پوځیان د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې پولنډ ته رسیدلي دي.
بایډن څو ورځې وړاندې جرمني او پولنډ ته د دوه زره سرتیرو استول تصویب کړل.
بایډن دغه راز لارښوونه وکړه چې د امریکا زر تنه سرتېري چې په جرمني کې مېشت دي، باید رومانیا ته ولاړ شي.
رومانیا او پولند دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي او له اوکراین سره ګډه پوله لري.
د چارو کتونکي وایي، امریکا ځکه ختیځې اروپا ته خپل سرتېري لېږلي چې روسیه پر خپلو وړو ګاونډیو له بریده منعه کړي.
د پوځي تحرکاتو ترڅنګ امریکا او نور لوېدیځ قدرتونه د دغې لانجې چې د مسکو له خوا پيدا شوې، د سیاسي حل لارې په لټه کې دي.
روسیه بیا د امنیتي ضمانتونو په هڅه کې ده او غوښتنه کوي چې ګاونډي اوکراین ته یې باید په ناټو کې غړیتوب ورنه کړل شي.