د ډالرو پر وړاندي د افغانۍ لوړېدل؛ طالبان: د لومړنیو توکو بیې کنټرولوو
د طالبانو حکومت وایي، افغانستان ته د ډالرو په لېږد کې زیاتوالی او پر بانکي سیستم د بندیزونو کموالی هغه لاملونه دي چې له مخې یې د ډالرو په وړاندې د افغانۍ بیه ختلې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم کره ارقام په ګوته نه کړل، خو ازادۍ راډیو ته یې وویل چې هره اوونۍ زیات شمېر ډالر افغانستان ته رسیږي.
ښاغلی مجاهد وایي، له دې سره سره لا هم افغانستان کې د ډالرو کموالی محسوس دی، خو په خبره یې نږدې راتلونکې کې ممکن دا تشه ډکه شي.
د ډالرو د بیو له لوړوالي سره افغانستان کې د توکو بیې وختلې، خو اوس یې چې بیه کمه شوې، بازارونو کې لا هم بیې لوړې پاته دي.
ښاغلی مجاهد وایي، دوی اړوندو ادارو ته د لازمو اقداماتو سپارښتنه کړې ده.
نوموړی زیاتوي:" کار پرې روان دی، خو وخت ډېر کم دی، ځکه څو ورځې کېږي چې موږ دا حالت وینو چې د افغانیو نرخ ښه شوی دی نسبت ډالر ته، په نرخونو یې هم اثر غورځي، امیدواره یو چې نږدې راتلونکې کې نرخونه کنټرول شي، ولایتونو کې او کابل کې هم."
د طالبانو د واکمنۍ له پيله د لومړي ځل لپاره ډالر ټیټې بیې ته راغلی، پرون ماښام یو ډالر کابل کې له شااوخوا ۸۸ افغانیو سره تبادله کېده.
د ډالرو په بیه کې دا کموالی وروسته له هغه راغی چې د طالبانو په خبره د ناروې په وروستۍ غونډه کې نړیوالو بنسټونو د افغانستان پر بانکونو پخواني فشارونه کم کړل.
د دې ترڅنګ څو ورځې وړاندې د امریکا خزانې وزارت د افغانستان دولتي او خصوصي بانکونو ته د نقدو پیسو د لېږد اجازه هم ورکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر عبدالله الدرداري که څه هم شکایت کړی و چې دوی افغانستان کې له خپلو ۱۳۵ ملیونه ډالرو څخه ځکه ګټه نه شي اخیستلی چې په خبره یې طالبان مرکزي بانک کې د دغو ډالرو د تبادلې لپاره کافي افغانۍ نه لري.
خو د افغانستان بانک پرون په یوه اعلامیه کې د الدرداري خبرې " غیر مسؤلانه" وبللې او وې ویل، دا اندازه ډالر تراوسه افغانستان بانک ته نه دي رسیدلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ازادۍ راډیو سره خبرو کې ویلي چې دوی مرکزي بانک کې کافي اندازه افغانۍ لري.
د دې ترڅنګ څو ورځې وړاندې د امریکا خزانې وزارت د افغانستان دولتي او خصوصي بانکونو ته د نقدو پیسو د لېږد اجازه هم ورکړه.