د لتا منګېشکر له مړینې وروسته د هند حکومت دوه ورځنی عمومي ویر اعلان کړی
د لتا منګېشتر له مړینې وروسته د هند حکومت دوه ورځنی عمومي ویر اعلان کړی دی.
هند د موسیقۍ نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکې په 'کووېډ-۱۹' اخته کېدو له امله نن سهار د ممبۍ په یوه روغتون کې د ۹۲ کلنو په عمر ساه ورکړه.
لتا خپله لومړنۍ سندره په ۱۹۴۹ یعني نږدې ۷۳ کاله مخکې ثبت کړه او د څلورو نسلونو لپاره یې سندرې وویلې.
نوموړي د بالیوډ په ډګر کې له سپین او تور فلمونو نیولې تر رنګه فلمونو پورې مشهورې سندرې خلکو ته وړاندې کړې او ۳۰ زره سندرې یې خپلو مینه والو ته پرېښودې.
لتا منګېشکر په ۱۹۲۹ کال کې د هند اندور ایالت کې پیدا او د عمر تر پایه یې واده و نه کړ.
د لتا د سندرو لوړ شمېر مینه وال له هند پرته په افغانستان او ځينې نورو هېوادونو کې هم شته.
د هند صدراعظم نریندرا مودي او د بالیوډ لوړ شمېر هنرمندانو د لتا منګېشکر مړینه خپل هېواد او د هنر نړۍ ته لویه ضایعه بللې ده.
په پام کې ده چې نن په هند کې د لتا منګېشکر د یاد مراسم ترسره شي.