روسیه کې د کرونا ویروس بېساری لوړ شمېر ثبت شو
په روسیه کې د کرونا ویروس بې ساری لوړ شمېر ثبت شوی چې په ۲۴ ساعتونو کې یولک او ۸۰ زره او ۷۱ دي.
مثبتې پېښې په داسې حال کې زیاتې شوي چې تېره میاشت د کرونا ویروس اومېکرون بڼه د روسیې ټولو برخو ته خپره شوه.
په روسیه کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره ګمارل شوې ډلې دغه ارقام نن یکشنبه خپاره کړې چې د پرون پرتله ۲۸۰۰ زیاتوالی په کې راغلی.
که څه هم د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی، خو په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړینو شمېر یو څه کم شوی دی.
د مړینو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶۱ و، حال دا چې تر دې یوه ورځ مخکې دغه شمېر ۷۹۶ ثبت شوی دی.
په روسیه کې په ټوله کې د کرونا ویروس ۱۲ ملیونه او اته لکه مثبتې پېښې او د درې لکه ۳۵زره ۴۱۴ کسانو مړینه ثبت شوې ده.