د بدني روزنې او ملي المپیک کمېټه ریاستالوزرا ته: د حضوري چمن واک موږ ته وسپارئ
د طالبانو د حکومت د بدني روزنې او ملي المپیک کمېتې ریاست وايي، له ریاست الوزرا یې غوښتي چې د حضوري چمن واک دوی ته وسپاري.
د دغه ریاست ویاند داد محمد ناوک ازادي راډبو ته وویل، حضوري چمن جدي بیا رغونې ته اړتیا لري.
ناوک وایي:" دا تېره اداره کې د ښاروالۍ مربوط و، موږ وړاندیز کړی ریاست الوزرا ته چې حضوري چمن زموږ مربوط کړي، ځکه ورزشي میدان دی، د ورزش لپاره دی او مسؤلیت، ساتنې او بیا رغونې ته شدیده اړتیا لري چې دا چارې به یې بیا موږ مخته یوسو."
د کابل د احمدشاه بابا مینې اوسېدونکی خالد مفتونیار چې د حضوري چمن سپیره ډاګ ته هم جمعه په جمعه له ملګرو سره فوټبال ته ځي وايي، دا چمن باید ورغول شي.
د خالد په خبره حضوري چمن کابلي ځوانانو ته د لوبو یوازنی وړیا میدان دی.
نوموړی وايي، د لوبو شخصي میدانونو هم شته خو هلته پیسې اخلي چې د دوی وس نه رسېږي.
خالد وایي:" ورزش لپاره ځني میدانونه دي چې جوړ شوي دي خو هلته ځوانان ځکه زړه نه ښه کوي چې پیسې اخلي، دا میدان باید جوړ شي، ځکه اوس په کې روږدي نشې کوي نو که جوړ شي او دلته ځوانان راشي ورزش وکړي دا خو به ښه وي."
هڅه مو وکړه په دې اړه د کابل ښاروالې نظر هم ولرو خو مسؤلینو یې ځواب ونه وایه.
د یادونې ده چې د کابل حضوري چمن مخکې تر دې هم په وار وار رغول شوی خو له یوې مودې وروسته بېرته په خاورین ډاګ بدل شي چې کابل ښاریان یې لاملونه بنسټیزه نه رغونه او دغه شان د خلکو نه پاملرنه یادوي.