اسرایل وايي د سوریې په خاوره کې پر ځینو اهدافو د توغندیو حملې کړې
اسرایل وايي چې نن سهار وختي یې د سوریې په خاوره کې پر ځینو اهدافو د توغندیو حملې کړې دي.
د اسرایل دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا برید یې د سوریې له خاورې پر اسرایلو د یوه توغول شوي توغندي په ځواب کې کړی.
پوځ وايي چې په دې برید کې د سوریې د هوايي مدافعې یوه بتریه په نښه شوې ده.
د سوریې پوځ ویلي دي چې د اسرایلو د توغندیز برید په ځواب کې یې پلازمېنې دمشق ته نږدې خپل د هوايي مدافعې ځواک ته د تیارسۍ امر وکړ.
د سوریې سنا دولتي خبري اژانس د پوځ د سرچینو په حواله ویلي دي چې د اسرایلو څو توغندي یې نسکور کړي دي.