په فراه کې د جګړې میراث، په سلګونو کورونو له خاورو سره یوشوي دي
د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په څو کلیو کې لیدل کیږي چې په سلګونو کورونه له بیخه ویجاړشوي دي. د سیمې اوسیدنکي وایي، د پخواني حکومت پوځیانو د دوی کورونه په دې خاطر ویجاړ کړل چې طالبان په دې کورونو کې پټیدل او پرحکومتي ځواکونو یې ډزې کولې. په عین حال کې یوه پخواني پوځي ازادي راډیو ته ویلي چې د دغو کورونو د نړیدو مسول طالبان دي. خو طالبان بیا پخوانی حکومت د دغو ورانیو مسول بولي. خودا د سیمې اوسیدونکي دي چې بې کوره شوي او بیرته د خپلو ویجاړو کورونو د رغولو وس نه لري.
نور په دې راپورکې وګورئ