کرکټ؛ 'ای. پي.اېل' کې د لوبغاړو د پېرلو پروسه پیل شو
د هندوستان د کرکټ د تر ټولو ستر سوداګریز لیګ 'ای. پي.اېل' (د لوبغاړو د پیرلو) پروسه نن پیل شو.
د هندوستان د کرکټ ۱۵م پړاو تجارتي سیالیو د لوبغاړو د پېرلو پروسه به سبا هم روانه وي.
د راپورونو پر بنسټ دغه پروسه د هندوستان په بنګلور ښار کې ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې سږکال د دې لیګ لپاره ۵۹۰ لوبغاړي شارټ لېست شوي.
په یادو لوبغاړو کې ۳۷۰ یې هندوان او ۲۲۰ یې بهرني لوبغاړي دي چې په بهرنیانو کې ۱۷ افغانان هم شامل دي.