کونړ مېشتي: مرکزي روغتون تنګ ناروغان یې زیات، د پایوازانو ځای هم نه لري
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې مرکزي روغتون يې تنګ او د ناروغانو اوسني شمېر ته ځواب نه شي ویلی او په وینا یې نه د ناروغانو بستر لپاره او نه هم د پایوازانو د ناستې او ځای لري.
دوی وايي، تېر حکومت کې د اسعداباد اړوند د منډه کول سیمه کې د سیند په غاړه پر ۲۰۰ بستریز روغتون کار پیل شوی و چې چارې يې شااوخوا اتیا سلنه بشپړې شوې وې، خو د نوي بدلون سره يې کارونه په ټپه ولاړ دي.
له وټه پور ولسوالیه راغلی ۴۰ کلن حنیف الله وايي: "روغتون کې د ناروغانو شمېر او بيروبار زیات دی، خو ځای تنګ دی. پایوازانو لپاره هم مناسب ځای نشته، دا روغتون د ولسوالۍ لپاره جوړ شوی و، خو اوس ورته د دوو ولایتونو ناروغان راځي، د ناروغانو او پرسونل شمېر زیات شوی. د دې ستونزې هواري لپاره تېر حکومت پر ۲۰۰ بستریز روغتون کار پیل کړی و چې اوس يې کارونه بند دي. که پرې کارونه پیل شي او ودانۍ یې تکمیل شي نو زموږ ډېرې ستونزې به حل شي."
د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي قدرت الله هم ورته نظر لري: "د اسعداباد د روغتون پخوانۍ ودانې زړه شوې، کله چې تېز باد،باران وي او یا هم زلزله وي نو د راپرېوتو له وېرې يې له ناروغانو ارام تښتیدلی وي."
د اسعداباد مرکزي روغتون مسولین وايي، یاد روغتون په ۱۳۵۴ لمریز کال کې د ولسوالۍ په کچه (شل بستریز) جوړ شوی و او اوس يې د بسترونو شمېر ۱۵۰ ته لوړ شوی.
د دوی په وینا د ځای د تنګوالي او د بسترونو د کموالي له امله ستونزو سره مخ دي، خو بیاهم د کونړ د مرکز اسعداباد او ۱۵ ولسوالیو سربېره د نورستان ناروغانو ته هم په بېلابېلو څانګو کې خدمات وړاندې کوي.
د روغتون رئیس ډاکټر عطاالله ساپی یې په اړه وايي: "ځینې څانګې یې نوي پرانېستل شوي، لکه د هېمو ډایلایس څانګه، د اکسېجن د تولید دستګاه، د سترګو خدمات، د غوږونو او پوزې څانګه، د 'پي.سي.ار' خدمات وړاندې کوو، خو د دغو معیاري خدمتونو ترسره کولو لپاره معیاري تعمیر ته اړتیا لرو چې نشتون يې موږ ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو."
طالب چارواکي هم د روغتون د تنګوالي ستونزه مني، د کونړ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "موږ یاده ستونزه د عامې روغتیا وزارت او د نورو اړوندو ادارو مسولینو سره شریکه کړې او هیله لرو چې په نږدې راتلونکي د روغتون د ابادۍ چارې بیا پیل شي.د روغتون د ودانۍ اتیا سلنه چارې بشپړې شوې هم دي. هېواد کې هغه پروژې چې له ملي بودجې تمویلېدلې، د هغو ټولو کارونه بند دي."
د اسعداباد مرکزي روغتون مسولین وايي، که څه هم چې بسترونه يې کم او ځای يې تنګ دی، خو بیا هم هره ورځ تر زرو پورې د بېلابېلو ناروغانو معاینه او درملنه کوي او یو سل تنه بستر ناروغان لري.