د اوکراین پرسر د کړکېچ کمولو په اړه لویدیځ سره د روسیې لېوالتیا
روسیې لېوالتیا ښودلې چې د اوکراین پرسر د کړکېچ د کمولو په اړه له لویدیځ سره خبرو ته دوام ورکړي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د جرمني صدراعظمې اولاف شولڅ Olaf Scholzکیف ته د سفر پر مهال ویلي و چې له اوکراین سره په سرحدي سیمو کې د روسیې د پوځيانو د ځای پر ځای کېدو لپاره هېڅ معقوله توجیه نشته.
شولڅ پرون (د فبرورۍ په ۱۴مه) د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زلنسکي سره وکتل او پر روسیې یې غږ وکړ چې د کړکېچ د کمولو لپاره سمدستي ګامونه واخلي.
تېره شپه په یوه ټلوېزیوني وینا کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ چې خبرې "نه ختمېدونکې" نه شي کیدای، خو یادونه یې وکړه چې لا هم ډپلوماسۍ ته ځای پاتې دی.
ټاکل شوې ده چې پوتین به نن (د فبرورۍ ۱۵مه) د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره وګوري.