طالبان د نفتي موادو او مایع ګاز د کیفیت او بیو د کنټرول لپاره کمېټه جوړوي
د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې هېواد ته د واردېدونکو نفتي موادو او مایع ګازو د کیفیت او قیمتونو د کنټرول لپاره دې یو کمېټه جوړه شي.
د ارګ په رسمي ټویټر پاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ ناوخته د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې د نفتي موادو او مایع ګازو دولتي شرکت او اړوندو ادارو ته د دې کمېټې د ژر جوړېدو امر شوی.
په خبر کې راغلي، په دې ناسته کې دغه شان افغانستان ته د واردېدونکو خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لپاره هم اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې چې په دې برخه کې د خلکو شکایتونو ته رسېدنه او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د نفتي موادو او دغه شان د خوراکي توکو د قیمتونو او کیفیت په برخه کې د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.