کرکټ؛ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبه پیلیږي
ټاکل شوې ده چې نن د کابل په وخت د سهار نهه نیمې بجې د بنګله دېش په چیتاګانګ کې د افغانستان او د کوربه هېواد د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شي.
د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مشر فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډلې د دې لوبو لپاره ښه چمتوالی نیولی دی: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره د پنځوس اوورېزو لوبو لړۍ پیل کړي، د افغانستان کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو لپاره په قطر کې تمریناتي کمپ ترسره کړ او له څو ورځو راهیسې په بنګله دېش کې دې لوبغاړو په تمریناتو کې برخه اخیستې ده."
افغان لوبډلې په قطر کې دوه میاشتې تمرینات ترسره کړل.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دې لړۍ په ترڅ کې د بنګله دېش له ملي ټیم سره درې یو ورځنۍ او دوه د شل اورونو لوبې وکړې.