ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم د روسیې ولسمشر سره په مسکو کې وګوري
ټاکل شوې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان سبا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې وګوري.
عمران خان نن په دوه ورځني سفر مسکو ته روان دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې صدراعظم عمران خان به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د منزوي کېدو او هلته د افراطیت په ګډون پر لویو سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.
دا په تېرو ۲۳ کلونو کې مسکو ته د پاکستان د یوه صدراعظم لومړی سفر دی.