محمد ذکریا زماني له ټایلنډي سیال سره د لوبې لپاره ټایلنډ ته لاړ
افغان سوک وهونکی محمد ذکریا زماني خپل ټایلنډي سیال سره د لوبې لپاره نن ټایلنډ ته روان شو.
د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې محمد ذکریا زماني به د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ د ټایلنډ په بانکاک ښار کې له خپل سیال سره د لوبې میدان ته ښکته کېږي.
که څه هم د ښاغلي زماني د لوبې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو له دې وړاندې د افغانستان د سوک وهني فدراسیون ویلي و چې ښاغلي زماني له څو نورو بهرنیو لوبغاړو سره هم لوبې کړي.