Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2022

تهران: طالبان دې زموږ د ډیپلوماتیکو ځایونو د بشپړ امنیت په اړه لازم ضمانت راکړي

0
تهران: طالبان دې زموږ د ډیپلوماتیکو ځایونو د بشپړ امنیت په اړه لازم ضمانت راکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې په دې هېواد کې د ایران د ډیپلوماتیکو ځایونو لپاره ښه امنیت برابر کړي.

دا وروسته له هغې چې د راپورونو له مخې یو شمېر قهرجنو مظاهره کوونکو پرون په هرات کې د ایران قونسلګرۍ ته ډبرې ورګوزار او د ودانۍ ښیښې یې ماتې کړي.  

هغې وېډیو کې چې له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې او ویل شوي چې یو شمېر معترضان په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي و چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو د بد سلوک په وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي، ښکاري چې د دغې ودانۍ په دروازه کې تور لوګی پورته کېږي.

د فرانس پرس اژانس په وینا معترضانو مخکې له دې چې د طالبانو د ځواکونو له‌خوا د پېښې له ځایه لیرې کړای شي، د ایران بیرغ ته اور ورته کړ او هم‌یې د قونسلګرۍ امنیتي کمرې ماتې کړې.

پرون پر کابل سربېره په خوست کې هم په سلګونو کسانو په ایران کې له افغانانو سره د بد چلند په وړاندې مظاهره وکړه.

په کابل کې د ایران سفارت مخې ته هم د مدني ټولنې یو شمېر فعالان او عام افغانان راټول شوي او له ایراني چارواکو یې غوښتنه وکړه چې په ایران کې دې له افغان کډوالو سره ناوړه سلوک پای ته رسوي.

د فرانس پرس او اسوشیټډ پرس خبري اژانسونو د راپورونو له مخې په هرات او یو شمېر نورو ښارونو کې د ایران پر ضد قهرجن افغانان دغه مظاهرې وروسته له هغې کوي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې وېډیوګانې خپرې شوي چې په‌کې لیدل کېږي، ایراني چارواکي له افغان کډوالو سره بد چلند کوي، هغوی شکنجه کوي او وهي ډبوي يې.

که څه هم ګرانه ده چې په خپلواکه توګه د دغو وېډیوګانو کره‌والی تثبیت شي، خو په افغانستان کې یې د عامو خلکو پر غصې سربېره د طالبانو حکومت جګپوړي چارواکي هم دې ته اړ کړي چې په دې اړه خپله نارضایتي ایراني چارواکو ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امنینیان سره خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي متقي د ایران سفیر ښاغلي امینیان ته وویل چې په ایران کې له افغان کډوالو سره بد سلوک د دواړو هېوادونو پر اړیکو او عامه ذهنیت منفي اغېز کوي او مخالفانو ته به فرصت برابر کړي چې دسیسي جوړې او اختلافات رامنځته کړي.

د ښاغلي بلخي په وینا د ایران سفیر په ټولنیزو رسنیو کې له افغانانو سره د ناوړه سلوک په اړه د وېډیوګانو خپرول د ځینو ناوړه کړیو منفي تبلیغات وبلل چې د ده په وینا هدف‌یې د دو دوستو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کرکې رامنځته کول دي.

په عین حال کې په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ په وړاندې له قهرجنې مظاهرې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه بیان کې د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې دې د ایران د ډیپلوماتیکو ځایونو امنیت خوندي کړي.

د دې وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وویل، په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ مخې ته له شوې مظاهرې وروسته دې ته اړتیا ده چې زیات اقدامات وشي.

خطیب‌زاده زیاته کړه چې په هرات او د افغانستان په نورو ښارونو کې د ایران د سفارت او استازو د خوندي فعالیت لپاره باید بشپړ امنیت او لازم ضمانت ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د ایران د دغې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې مخکې یې د بهرنیو ډیپلوماتیکو استازولیو او ډیپلوماتانو د پوره امنیت ډاډ ورکړی.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د ایران په ګډون د یو شمېر هېوادونو سفارتونه او نورې ډیپلوماتیکې استازولۍ په دې هېواد کې فعالیت کوي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о масштабных планах благоустройства на юго-востоке Москвы





Москва

Компактные ирригаторы, электрические щетки и насадки ДиФреш по старым ценам с доставкой в РФ


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Уникальные сервисы в центре "Профессии будущего" упрощают поиск работы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Никита Пресняков

Никита Пресняков рассказал, как чуть не потерял сознание на аттракционах в США




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА обыграл "Урал" в заключительном матче РПЛ

Футболист Тарасов показал средний палец водителю автобуса в Москве

"Спартак" и "Оренбург" сыграли вничью в заключительном матче РПЛ


WTA

Россиянка Рахимова вышла в полуфинал турнира WTA в Рабате



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Футболист Тарасов показал средний палец водителю автобуса в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России