Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2022

د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلانو د نوم‌لیکنې پيل؛ زده‌کړې به چېرته کېږي؟

0
د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلانو د نوم‌لیکنې پيل؛ زده‌کړې به چېرته کېږي؟

د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲۰۲۲ تحصلیي کال لپاره د محصلانو نوم‌لیکنه پیل کړې ده. 

دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نویو جذب شویو محصلینو ته به د عراق د کردستان په سلیمانیه، په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا په امریکايي پوهنتون او دغه‌شان د امریکا په بارد کالج کې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستانه هم د انلاین زده‌کړو مینه‌وال مني.

په اعلامیه کې دغه‌شان راغلي چې راتلونکی کال به د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان امریکايي پوهنتون څانګه پرانیستل شي.

له دې نه وړاندې په امریکا کې د قطر سفیر مشعل بن حمد ال‌ثاني ویلي و چې د یوې هوکړې له مخې به د افغانستان امریکايي پوهنتون دوحې ته انتقال شي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان د امریکايي پوهنتون له دغه پرېکړې خوښ دي، خو وايي که د حضوري زده‌کړو زمینه ورته برابره شي ښايي ګټه‌يې ډېره وي.

د کابل اوسېدونکې ۲۰ کلنې لیدا هیله درلوده چې د ۱۲م ټولګي له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې لوړې زده‌کړې وکړي.

خو وايي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم‌يې دا هیلې مړاوې شوې. 

د لیدا په خبره، اوس خوشحاله ده چې د دغه پوهنتون د زده‌کړو لپاره نوم‌لیکنه کوي.

خو غوښتنه کوي چې په دغه پوهنتون کې دې ورته د حضوري زده‌کړو زمینه برابره شي.

لیدا زیاتوي: "زه ډېره خوشحاله یم چې امریکايي پوهنتون د زده‌کړو لپاره نوم‌لیکنه کړې پیل کړې ده، ځکه ما هیله درلوده چې په دغه پوهنتون کې زده‌کړې وکړم، خو که د زده‌کړو دا بهیر حضوري شي، نو ډېره به ښه شي ځکه اوس‌مهال په افغانستان کې د ډېرو نورو ستونزو ترڅنګ د انټرنټ ستونزه هم جدي ده."

د کابل یوه بله اوسېدونکي چې نه‌غواړي نوم‌يې په راپور کې خپور شي وايي، په اوسنیو حالاتو کې د امریکايي پوهنتون د نوم‌لیکنې اعلان د لوړو زده‌کړو په برخه کې یو مهم او مثبت ګام دی. 

دا وايي: "په داسې حال کې چې زیات شمېر ځوانان د زده‌کړو په برخه کې له سختې نهیلۍ سره مخ دي، په یو معتبر پوهنتون کې د زده‌کړو او د اسنادو د ترلاسه کولو دا اقدام د ځوانانو د هڅونې لپاره خورا مهم دی، زه ډاډمنه یم چې د امریکايي پوهنتون دا اقدام به د ځوانانو له هرکلی سره مخ شي."

د افغانستان امریکايي پوهنتون په کال ۲۰۰۶ کې په افغانستان کې جوړ شو چې سلګونه افغان محصلینو په‌کې د ماسترۍ او لېسانس په کچه زده‌کړې کولې، خو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل سره د دغه پوهنتون دروازې وتړل شوې او زده‌کړې یې انلاین شوې.

هغه مهال د افغانستان امریکايي پوهنتون مسؤلینو رسنیو ته ویلي و، هڅه کوي چې د دغه پوهنتون نږدې څلور زره محصلین او کارکوونکي په خوندي ډول له افغانستانه وباسي.

دوی وېره څرګنده کړې وه چې ښايي طالبان د دغه پوهنتون له محصلینو او کارکوونکو سره بد چلند وکړي. 

د افغانستان امریکايي پوهنتون په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د د دغه پوهنتون پاتې محصلین، استادان او اداري کارکوونکي اوس هم له خطر او ننګونو سره مخ دي او هڅې روانې دي چې یو خوندي ځای ته انتقال شي، خو لا معلومه نه‌ده چې اوس‌مهال د دغه پوهنتون څومره محصلین له افغانستانه ویستل شوي دي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې طالبانو په کابل کې د افغانستان په امریکايي پوهنتون وسله‌واله حمله کړې وه چې له امله‌يې لږترلږه ۱۷ تنه وژل شوي وو. 

دغه‌شان طالبانو په ۲۰۱۷کال کې د دغه پوهنتون دوه امریکايي استادان اختطاف کړل چې وروسته‌يې د دغه ډلې د یو شمېر زنداني غړو په بدل کې بېرته ازاد کړل.

هڅه مو وکړه چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د نوي اعلان په اړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت نظر هم واخلو، خو ویاند يې په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. 

د افغانستان امریکايي پوهنتون په داسې حال کې د نویو محصلینو د جذب لپاره د نوم‌لیکنې د پیل خبر ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د منځنۍ دورې په زده‌کړو بندیز لګولی دی.

دغه‌شان د ۱۴۰۱ کال د کانکور برخلیک هم نامعلوم دی.

هغه ښځينه زده‌کوونکو چې له يو کال راهيسې د سږني کانکور ازموينې ته چمتووالی نیولی، اوس وايي څرګنده نه‌ده چې د کانکور ازموينه به ترسره شي که نه.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

В Петербурге и Москве появятся аналоги советских «Березок»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал крупнейшие инвестпроекты, реализованные в Москве в прошлом году



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Самарцы исполнили стихи и песни Булата Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В полуфинале конкурса «Это у нас семейное» в ЦФО победили 74 семьи

"Спартак" обыграл "Рубин" со счетом 3:1

Прощание «Спартака» с Джикией, «Зенит» в гонке за чемпионство. Итоги игрового дня РПЛ


Арина Соболенко

Соболенко — Коллинз: белоруска выиграла первый сет в полуфинале Рима



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Тело пропавшей два дня назад школьницы нашли на востоке Москвы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России