نورستان کې سلګونه بېوزله کورنیو سره مرسته شوې
د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ بېوزله کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شول.
دغه توکي په المان کې د رضاکارو افغان مېرمنو ټولنې لخوا مرسته شوي.
د نورستان د رسنیو دفتر مسئول مولوي سمیع الحق حق بیان ازادۍ راډیو ته وویل، په المان کې د افغان رضاکارو مېرمنو ټولنې یو پلاوی څو ورځې وړاندې نورستان ته ورغلی و او د یادو مرستو لپاره يې سروې ترسره کړه، چې تېره ورځ يې د همدې سروې پر اساس مرستې وویشلې.
هغه وویل: په یادو مرستو کې اوړه دي، غوړي دي، دال دي، وریجې دي، بوره او چای دي او همدا رنګ په کې کمپلې، ګاز ډبې او نور شیان شامل دي.
حق بیان وايي، د نورستان زیاتې سېمې په تېرو جنګونو کې په هر لحاظ ځپل شوي او اوسمهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه له ټولو مرستندویه ادارو غواړي چې دغو جنګ ځپلو او په تېر کې له مرستو بې برخې ولسونو سره دې زیاتې مرستې وکړي.
په کامدېش کې پنځه سوه کورنیو سره په داسې حال کې یاده مرسته کېږې، چې د نورستان په ګډون په هېواد کې په لسګونو زره کسانو دندې له لاسه ورکړي او له سختو اقتصادي ستونزو لاس او ګریوان دي.