بغلان کې د فوټبال لوبڅارنې ورکشاپ پيل شوى
بغلان کې د فوټبال لوبڅارنې پنځه ورځنى ورکشاپ پيل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر فیسبوک پاڼه تېره ورځ خپاره شوي بيان کې راغلي، چې په دغه کورس کې له بغلان ولایت څخه ۲۴ لوبڅارانو ګډون کړی دی.
د فدراسیون په وینا، په یاد ورکشاپ کې به ګډونوال د پنځو ورځو په جریان کې د لوبڅارنې مقدماتي تکتیکونه په عملي او نظري توګه زده کړي.
د یادونې ده، چې د دغه ورکشاپ لوبڅاران به تر ازموینې وروسته د شمال زون فوټبال سیالیو لوبڅارنې ته غوره شي.